د ایران د پوله ساتو قومندان سردار مجید شجاع وايي، د افغانستان او ایران تر منځ پر پوله به په پرمختللو وسایلو سمبال ۱۸ مخابراتي برجونه جوړ شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان له ایران سره د افغانستان د پولې تړلو د پلان عملي کېدو ته په اشارې سره وویل، په لومړي پړاو کې له افغانستان سره د نږدې ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي پوله بندوي.
د ایران سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع وایي: « له افغانستان سره د رضوي خراسان ولایت په پوله کې د استخباراتي معلوماتو له پراختیا سره سم مخابراتي برجونو جوړول د اجنډا په سر کې دي. په لومړي پړاو کې به ۱۸ مخابراتي برجونه چې په پرمختللو کامرو او وسایلو سمبال دي د خلاص لید وړتیا لري او په ټوله سرحدي سیمه کې جوړېږي »
د راپور له مخې، د پولې د بندولو په پلان کې د څلور مترو په لوړوالي د دیوال جوړول او پر دې دیوال د یو نیم متر په اوږدوالي د اغزن تار لګول او د سړک جوړول شامل دي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړه چې دغه مخابراتي برجونه به په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې جوړ شي.