د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان او افغان کډوالو سره شل میلیارده او ۷۱۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا لګول شوې دي.
د سیګر راپور کې راغلي: «له افغانستان سره د ۲۱ میلیاردو ډالرو مرستې له جملې څخه ۸،۷ میلیارده ډالر د افغان کډوالو د ایستلو او بیا میشتیدنې له بهیر سره، ۵.۳۶ میلیارده ډالر د امریکا د دفاع وزارت لخوا د بشري وضعیت د مخنیوي لپاره، ۳ میلیارده ډالر د روغتیا وزارت او ۲۸۴ میلیونه ډالر بهرنیو چارو وزارت له لوري لګول شوي دي»
همدارنګه ددې راپور په یوه برخه کې راغلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۲ میلیارده ۹۷۰ میلیونه ډالر مرسته شوې او ۳.۵ میلیارده ډالره نور په سویس کې د افغانستان صندوق ته لېږدول شوي دي
د يادونې وړ ده، چې له يادو پيسو څخه يو شمېر يې په تشکيلاتي او امنيتي چارو ولګول شول، خو دغه بنسټ په يادو برخو کې د همکارۍ د څرنګوالي او لګښت په اړه بشپړ معلومات نه دې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د امریکا اوونیزې نغدي مرستې له سختو نیوکو سره مخ شوي او د دغه هېواد کانګرس تل ویلي چې په دې مرستو کې اسلامي امارت لاسوهنه کوي، هغه قضیه چې د افغانستان سرپرست حکومت رد کړې ده.