د دې ولايت يو شمېر هټيوال، موټر چلوونکي او اوسېدونکي وايي، چې د دې پروژې د کار ځنډېدل او د دې لارې بندېدل د دوى پر کاروبار ناوړه اغېز کړى دى.
په ورته وخت کې د دې پروژې قراردادیان د دې لارې د کار د ځنډېدو لامل تخنیکي ننګونې ګڼي او وايي چې د دې پروژې نهه پنځوس سلنه کار بشپړ شوی دی.
خو د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه پروژه به ډېر ژر بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د پروان د مرکز چاریکار ښار د بیارغونې چارې شپږ کاله وړاندې د تېر حکومت په دوره کې پیل شوې وې، خو د جمهوریت نظام په نسکوریدو او واک ته د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه څلورلارې کار نیمګړي پاتې شوي وه.