امریکا له ٢٠١٩ز کال راهیسې په افغانستان کې د تحرکاتو او«ترهګريزو» بریدونو تعقیب لپاره له مصنوعي ځيرکتيا کار اخيستى دى.
فاکس نیوز راپور ورکړ، لکه څنګه چې د اسلامي امارت ځواکونو د ٢٠١٩ز کال په پای کې پر امریکایي او ایتلافي ځواکونو خپل بریدونه ډیر کړل، د امریکا پوځ د «راوین سینټري» په نوم د مصنوعي ځيرکتيا پروګرام په رامنځته کولو لاس پورې کړ.
د فاکس نیوز راپور کې راغلي: «دا ټیکنالوژي اوس کولی شي د مینځني ختیځ او اوکراین په لویو جګړو کې مهم رول ولوبوي. ځکه چې امریکا د مصنوعي ځیرکتیا نظامي ټیکنالوژي لري. تر اوسه روسیه، چین او د نړۍ نور قدرتونه دا نه لري.»
دغه خبري شبکې د سرچینو په حواله لیکلي چې دغه مصنوعي ځيرکتيا کولاى شو د«ترهګريز» برید وړاندوینه وکړي. راپور وايي، د «راوین سینټري» مصنوعي ځيرکتيا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له ننګونو سره مخ شوه.
فاکس نیوز دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې له څو لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې ټولو اشغال ګرو له خپلو ټولو تجهیزاتو سره ماتې خوړلې ده.