د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو له زیاتوالي وروسته د اسلامي امارت د رهبر د فرمان په اساس د ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي سیمو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کمیټه د اساسي خدمتونو، دیني او عصري زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک پاکو اوبو په برخو کې معیاري خدمات وړاندې کوي.
دغه کمېټه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ جوړه شوې، چې په کې د سرحدي ولايتونو مرستيالان، ولسوالان او د اړوندو ولايتونو رييسان او د ملي دفاع وزارت د سرحدي ولسواليو استازي شامل دي.
په دغه حکم کې مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د دغې کمېټې د اړتیا وړ بودجې په برابرولو کې همکاري وکړي.