د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت يوې مسلکی ډلې د کندهار په ولسوالیو کې د شااخوا لس مېلونه افغانيو په ارزښت د څه باندي لس زره جريبه لږ حاصل ورکونکو ځمکو د پېژندني پروژه پېل کړه.
د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د اصلاح رییس شېر محمد حاتمي، د پروژې د پېل پر مهال وویل، چې په درييو پړاونو کې به د کرنيزو ځمکو د خاورو اصلاح، د سنيد له اوبو د زيانمنو شوو ځمکو ساتلو او د غيري هموارو ځمکو پېژندني برخو کې به یاده پروژه د حاصلاتو د زياتېدو په موخه بشپړه شي.
د کندهار د لويديځو ولسوالیو يو شمېر کروندګر هم دغه پروژه د کرنیزو حاصلاتو د زياتوالي او له عصري کرني سره د کروندګرو د بلدتیا برخه کې ګټوره بولي.
او د ورته نورو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
د کرني وزارت د مسوولينو په خبره د هېواد په کچه یې د دوديزي کرني پر ځای د عصري کرني د ودي هڅي یې پېل کړي دي، چې په مټ به یې حاصلات زیات او د کروندګرو اقتصاد به هم ورسره پياوړی شي.