د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا ) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د مې میاشتې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن شوي دي.
اوچا پرون(یکشنبه،زمري ۱۴مه) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ورښتونو د افغانستان په څو ولایتونو په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې زیات خلک زیانمن کړي دي.
د اوچا د راپور له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او د دغه هېواد ۴۸ سلنه وګړي د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي. اوچا دغه راز زیاته کړې چې په دا ډول ناوړه شرایطو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال شړل بیا په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ډېر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اوچا له دې وړاندې، په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتیدو اندېښنه ښودلي او د بشري بحران زیاتیدو خبرداری یې هم ورکړي دي.