د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون(د زمري،۱۴مه) له ایران او پاکستان څخه ۱۸۰ د افغان کډوالو کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورخم له لارې ۳۰، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۶۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۸، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته په جبري او خپله خوښه راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې راستانه شوې د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړۍوالو بنسټونو ته معرفي شوې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، تېره اونۍ له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو څه باندې نیمايي يې ښځې وې. دې ادارې ویلي چې، د جولای له ۲۸مې د اګست تر دریمې ۹۵۰ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي. پهدې ډله کې نږدې ۳۰ سلنه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده، هم شاملې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس پاکستان له تېر نومبر راهیسې شاوخوا شپږ لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي او لا هم د کډوالو د ایستلو پروسه روانه ده.