د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (زمري،۱۴مه)ناوخته په دوحه کې د یوشمېر اروپایي هېوادونو او نورو هېوادونو له سفیرانو او دیپلوماتانو سره کتلي دي. د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل اکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزه،امنیت او بشري حقونو په اړه خبري اتري شوي دي. نوموړي لیکلي دی، چې مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د انګلستان، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سویلي کوریا، اسټرالیا، جرمني او د امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره په کتنه کې دوي هڅولي، چې په افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې او اړوندې چارې له کابل څخه اداره کړي.فطرت زیاته کړې، چې سیاسي مرستیال د افغانستان د شته پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه مالومات شریک کړي او دوی ته یې بلنه ورکړې، چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وڅاري.