د زابل ولایت په مرکز کلات او شینکۍ ولسوالۍ کې تېره شپه د سېلابونو راوتلو له کبله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د زابل امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر یک تلویزیون ته وویل، د سېلابونو له کبله شینکۍ ولسوالۍ کې ۱۰تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپي شوی دی.
د جوهر په خبره په مړه شویو کسانو کې د ۷تنو جسدونه پیدا شوي او د پاته نورو جسدونو د پیدا کیدو په موخه پلټني رواني دي.
جوهر زیاتوي په وژل شویو کسانو کې ۴ماشومان او یوه میرمن ده چې په سلګونه څاروۍ هم تلف شوي دي.
یاده دي وي چې تیره شپه د سیلابونو له کبله د کابل-کندهار او د زابل- شینکۍ ولسوالۍ لویه لارې هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوي وي، چې له څو ساعتونو وروسته د مسؤلینو له لوري د تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه.