د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره د هڅو دوام سره تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ایران د نوي حکومت او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د فرصتونو تر نامه لاندې د غونډې د جوړیدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، جعفر مهدوي چې د دغې غونډې یو له اصلي ویناوالو څخه و، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کول غیر عملي او د منلو وړ نه بولي او وايي چې ایران باید په افغانستان کې د ټول شموله حکومت مساله له پامه ونه غورځوي، خو ښاغلي مهدوي دغه خبره رد کړه. او زیاته یې کړه چې د هغه خبرې د تبلیغاتو سرچینه ګرځېدلې.
جعفر مهدوي: «زما خبرې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال په پاڼه کې لنډې شوې وې او د ځینو ناروغو او متعصبو کسانو سرچینه ګرځېدلې. زما شخصي نظر دا دی چې د هېوادونو له خوا د ټول شموله حکومت پلان او بیا د هغو مشخصو او ښکاره مفسدو کسانو لیست وړاندې کول چې د تېر فاسد نظام برخه وه، نه یوازې د اسلامي امارت بلکې د خلکو لخوا هم رد شوي دي »
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې ټولګډونه حکومت د هیواد ملي او کورنۍ مسله بللې ده او ویلي یې دي چې ایران په خپل ګاونډ کې د یوه باثباته حکومت په لټه کې ده.
دواړه لوري په داسې حال کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار لري چې تازه د ایران بشري حقوقو سازمان په تېرو اوو میاشتو کې ددغه هیواد د حکومت له لورې د شل تنو افغانانو د اعدام خبر ورکړي دي.