په جوزجان کې نږدې څلور سوه ځوانانو په بېلابېلو برخو کې له نهو مياشتو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د جوزجان والي ګل حیدر شفق وايي،چې ددې ۴۰۰ تنو له ډلې څخه ۲۳۷ تنه یې د انګلیسي ژبې ادبیاتو ۱۰۰ تنه د قالین اوبدلو او ۵۰ تنه نورو د حکاکۍ برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي.
په همدې حال کې په جوزجان کې د اکتید دفتر مسوول اما الله وايي، د دې پروګرام موخه د ځوانانو په منځ کې د استعدادونو موندل او په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو ځوانانو هڅول دي.
په ورته وخت کې ځوانانو د دغه اقدام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د ځوانانو د هڅونې په موخه دې دا ډول پروګرامونو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه روزنيز کورسونه د یاد ولايت د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره اغېزمن بلل شوي او تمه ده، چې د دغو کورسونو فارغانو ته به په بېلابېلو ادارو کې د کار زمينه برابره شي.