پوهنې وزارت د تودوخې زیاتوالي له امله د هېواد په سړو سیمو کې د ښوونځیو رخصتي د نورو لسو ورځو لپاره غځولې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په سړو سیمو کې د تودوخې د لوړېدو له امله د دولتي او خصوصي ښوونځیو رخصتي د نورو لسو ورځو لپاره غځول شوې ده. په اعلاميه کې ويل شوي چې د ښوونځيو درسونه به د زمري له ٢٠مې نېټې څخه بيا پيل شي.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د تودوخې درجه په کمساري ډول لوړه شوې ده.