د افغانستان ختیځې سیمې پخوا د ناامنیو شاهدې وې، خو اوس د دغو سیمو خلک د امنیت له تامین څخه خوښ دي او وايي چې له کلونو ناامنیو وروسته یې اوس په امنیت کې شپې سبا کوي.
د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسیدونکي په دې باور دي چې اوس کولای شي په ډاډه زړه خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.
عاشق الله چې د لغمان اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې دکانداري کوي وایي، چې ډېر خوښ دي، چې په امنیت او ارمتیا کې خپل کار ترسره کوي.
د ننګرهار اوسیدونکي امر الله هم د امنیت خوندي کیدو څخه راضی دی او وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه خلک شپه او ورځ له ویرې پرته تګ راتګ کوي.
په همدې حال کې د کونړ امنیه قوماندان نعمت الله حمیدي ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه د کونړ ولس امنیت خوندي کیدو لپاره خپلو نه ستړی کیدونکو هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ختیځې سیمې په تېرو کلونو، په ځانګړي توګه د جمهوریت په دوره کې د زیاتو جګړو او ناامنیو شاهدي وي.