په کابل او د هېواد نورو ولایتونو کې د دودخې لوړیدو سره هم مهاله د کابل ښار ګڼ شمېر اوسیدونکي د برېښنا پرله پسي پرچاویو څخه سرټکوي.
د پلازمینې ځیني اوسیدونکې د برېښنا پر پرچاویو د نیوکې ترڅنګ وایي، چې د پرچاویو دوام دوي له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د کابل ښار اوسیدونکي د برېشنا شرکت له چارواکو غواړې، چې د ګرمې دې موسم کې دغې ننګونې ته جدي رسېدنه وکړي.
بل خوا د برېښنا شرکت چارواکي وایي، چې کابل ښار ته له ګاونډیو هېوادونو څخه وارداتي برېښنا مزې د ۲۴ ساعته برېښنا خوندي کیدو لپاره د انرژۍ لیږد وړتیا نلري.
په همدې حال کې د دې شرکت عملیاتي رییس صفی الله احمدزي وايي، چې د کابل ښار د برېښنا پرچاويو ستونزي حل لپاره د حرارتي برېښنا دستګاه یې فعاله کړي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړي دي، چې هڅه کوي، په هېواد کې دیننه د انرژۍ کورنیو سرچینو وړتیا لوړه کړي او په دې برخه کې ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره خبري اتري شوي دي.