د افغان وګړو حقونو نقض پر بنست د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو پلټني دري میاشتنۍ راپور له خپریدو وروسته د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) دغه راپور له واقعیتونو لرې او عقدهمندانه یاد کړ او زیاته یې کړه چې هېواد کې د ټولو شرعي حقونه خوندي دي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوناما راپور ته په غبرګون کې خپل اکس پاڼه لیکلي: « د یوناما له لوري د اسلامي احکامو پلي کول د بشري حقونه نقض ګڼل د اسلامي شریعت د احکامو ښکاره بې احترامي او د مسلمانانو د احساساتو ژوبلولو دي.»
د ملګرو ملتونو په خپور شوي راپور کې د ښځو زده کړو په وړاندې لګول شوو محدودیتونو څخه هم اندېښنه ښودل شوې، کوم څه چې اسلامې امارت هغه دایمې نه بولي او د دې ننګونې حل لپاره هڅې کوي.
که څه هم ملګرو ملتونو په وار وار دغه شان راپورنه خپاره کړي، خو دا ځل د هغو وګړو په چې په جبري توګه هېواد ته راستانه شوې، هم د بشري حقونو نقض څو پېښې ثبت کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي فطرت ډاډ ورکړي دي، چې په هېواد کې ټول شرعي حقوق خوندي دی او اسلامي امارت د هېوادوالو حقونو خوندي کیدل خپل دیني دنده بولي.