د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې بیان په خپرولو سره د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه غندلې او پر نړۍ یې غږ کړی چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.اسلامي امارت په دې اعلامیه کې د حماس د مشر مړینه د جهادي کاروان لپاره یوه ستره ضایعه بللې او په سیمه کې یې د دې وضعیت دوام یو ناورین بللی دی.
د اسلامي امارت اعلامیه :«یو ځل بیا له نفوذ لرونکو خواوو په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کوو چې په سیمه کې د صهیونیسټي یرغل او جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.»
اسلامي امارت يو ځل بيا پر فلسطين د اسرائيلو بريدونه د بشريت ضد جنايت بللي او د فلسطین له خاورې يې دفاع يو اسلامي او انساني مکلفيت بللی دی.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت یوه جګپوړي غړي انس حقاني هم ویلي، چې د دا ډول جنګیالیو وینه د ازادۍ لاره هواروي.
له بلې خوا د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي ټینګار کړی دی چې د هنیه مدرسې د زده کونکو مشران او د دغه جنایت عاملین به مجازات کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن سهار په ایران کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو او د ایراني رسنیو په وینا د دغه ګوند د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه مړی به په تهران کې خاورو ته وسپارل شي .