د امریکا کانګرس د بشري حقونو کمیسیون په هیواد کې د اسلامي امارت د بیا واکمنیدو د درېیمې کلیزې په درشل کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه غونډه وکړه.
د کانګرس په غونډه کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندي کیدو سره مشروط کړي.
د افغان ښځو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري: «
د افغانستان په اړه هر ډول ډیپلوماټیک تعامل باید د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو متمرکز وي. د بشري حقونو ساتنه نه یوازې اخلاقي اړتیا ده، بلکې یو ستراتیژیکه اړتیا هم ده. له طالبانو (اسلامي امارت) سره د امریکا د اړیکو ښه والی هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره مشروط ده »
رینا امیري ټینګار کړي، چې له اسلامی امارت سره تعامل باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب په محوریت وي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې په رسمیت وپېژني.
په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې یوې غړې هم په دې غونډه کې وویل چې که اسلامي امارت غواړي نړیوال مشروعیت ولري، باید په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د امریکا د استازو جرګې غړی جیسون کرو : «که طالبان (اسلامي امارت) د نړیوال مشروعیت په لټه کې وي، دوی باید د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي او غیر قانوني وژنې ته د پای ټکی کېږدي. دا هغه څه دي چې امریکا او نورې نړۍ یې له طالبانو (اسلامي امارت) څخه غواړي. دا د امریکا په ګټه ده چې په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو هڅه وکړي، خو په ټوله کې دا په طالبانو پورې اړه لري، پریکړه وکړي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره څه ډول چلند کوي.»
په همدې حال کې، په هېواد کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان هم په افغانستان کې د خپلو حقونو د خوندیتوب غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په ځلونو له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین او درناوي غوښتنه کړې او په دغه هېواد کې یې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.