په ایران کې سپاه پاسداران ویلي چې د فلسطین حماس ډلې د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې تهران کې پخپل استوګنځي کې وژل شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو برخې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “د حماس د سیاسي دفتر مشر ښاغلی دوکتور اسمعیل هنیه او یو ساتونکی یې تهران کې پخپل استوګنځي کې وژل شوي دي.”
اسماعیل هنیه، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته ووژل شو.حماس د چهارشنبې په ورځ دغه خبر تایید کړ او وویل چې اسماعیل هنیه په یوه ‘صهیونیستي برید’ کې وژل شوی.تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
حماس د اکټوبر په اومه پر اسرائيلو د بريد مسؤليت پر غاړه واخيست، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ کسان يرغمل شول.
په غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې له ۳۹ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
اسماعیل هنیه وروستی ځل د سېشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې لیدل شوی و. هغه د ایران له نوي ولسمشر او د ایران له رهبر مشر ایت الله علي خامنه يي سره وکتل.
راپورونه وايي چې ولسمشر د غونډې په ترڅ کې د حماس مشر ته وویل چې ایران به “د فلسطین د خلکو تر څنګ ودرېږي” او هنیه د ایران د “ویاړمن دریځ” مننه وکړه.
هنيه په ۱۹۶۲ کې د غزې ښار لوېديځ کې زیږېدلی، د هغه مور او پلار د ۱۹۴۸ عرب-اسرائیلو جګړې پرمهال عسقلان ښار ته نږدې له خپل کوره تښتېدلي و.
د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دویمه، اسرائیلو د حماس مرستیال او په لوېدیځه غاړه کې د غورځنګ مشر صالح العاروري وروسته له هغه وواژه چې یوې بې پېلوټه الوتکې د بیروت په جنوبي سیمو کې د دې غورځنګ دفترونه په نښه کړل.
په تېره اپرېل میاشت کې غزه کې د اسرائیلو بمبارۍ د اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان ووژل.
۶۲ کلن هنیه په ۲۰۰۰۶ کال وروسته له هغه چې په ټاکنو کې حماس د پارلمان ډېری څوکۍ وګټلې، د فلسطیني کورواکې ادارې مشر محمود عباد ښاغلی هنیه د لومړي وزیر په توګه غوره کړ.
هغه یو کال وروسته د حماس له لوري له غزې نه د فتح ګوند له ایستلو وروسته له خپل مقامه لیرې کړای شو.نوموړی په ۲۰۱۷ کال د حماس د سیاسي دفتر سرپرست وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال اسماعیل هنیه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ. هغه د ژوند وروستي کلونه قطر کې و.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي ژمنه کړې چې دا ډله به د هنیه د وژنې ځواب ورکړي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو بزدلانه عمل او خطرناک پرمختګ بللی دی.
عباس د فلسطین پر ولس او ځواکونو غږ وکړ چې د اسرائیلو د نیواک پر وړاندې خپل یووالی ټینګ وساتي خپل زغم او استقامت پیاوړی کړي.
د حوثیانو انصار الله غورځنګ ویلي، د هنیه وژنه یو ترهګریز جنایت او له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.