د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ تېر کال یې ۶۴۶ زره او ۱۵ تنو ته په مستقیم او شاوخوا ۴میلیونه ، ۴۱۸ زره او ۵۷۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
دغه وزارت زیاتوي؛ د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، پر وارداتي توکو د کیفي معیاراتو وضعه کول او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د وزارت له راتلونکو پلانونو څخه دي.
بل خوا د ریاست الوزرا عمومي دفتر مشر داکتر عبدالواسع ویلي چې په ورستي یوه کال کې په ټولو برخو کې مهم او بنسټیز کارونه شوي دي او هڅه کېږي چې افغانستان په ځان بسیا شي
له دې ټولو سر بیره، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام به تر یوې میاشت پورې دوام وکړي او په دې کې به د بیلابیلو حکومتي ادارو مسولین د خپل یوه کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړی