د خوړو نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه په افغانستان کې د کانالونو او استنادي دیوالونو جوړولو څخه خبرر وکوي. دغه سازمان وايي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له سخت بحران سره مخ دی او د دغو کانالونو په جوړېدو سره به زرګونه هکتاره خړوبه ځمکه د اقلیم د بدلون په وړاندې خوندي شي څو کروندګر وکولای شي د حاصلاتو په تولید سره خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي. .
د خوړو نړیوال سازمان: «افغانستان د اقلیم د بدلون او په ځانګړې توګه د سیلابونو پر وړاندې یو له زیان منونکو هېوادونو څخه دی، چې د خوړو نړیوال پروګرام د سیمه ییزو ټولنو په مرسته دغه کانالونه او د سېلابونو ساتنې دیوالونه جوړ کړي، چې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبوي.»
د چاپیریال ساتنې نړیوالو سازمانونو د څېړنو پر بنسټ افغانستان د اقلیمي زیانمنو هیوادونو په کتار کې ده
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د اقلیمي بحران په ځانګړي ډول سیلابونو د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو ترڅنګ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ولسي وګړو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د استوګنې کورونه نړولي او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.