تهران ته د اسلامي امارت د پلاوي درې ورځني سفر کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یاد هیواد له چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې کړي دي
د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدلکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي سره لیدلي دي او دواړو خواوو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو د افغان کډوالو حل او د نشهیي توکو قاچاق څخه د مخنیوي په تړاو بحثونه کړي دي
د ارګ خبرپاڼه: «د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي احمد وحیدي سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه مفصلې خبرې وشوې.»
دغه افغان چارواکي ویلي چې اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نړۍ هیوادونو پر ضد وکاروي
د خبرپاڼې پر بنسټ د ایران کورنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د دواړو هیوادونو د سرحدونو امنیت خوندیتوب یې مهم بللي
دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه په زرګونه تنه افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوي دي