د دغه بنسټ مشر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره وکتل.د افغاني سرې مياشتې ټولنې د څرګندونو پر بنسټ، په دې کتنه کې د دغې موسسې رييس د زړه د سوري ناروغانو لپاره د روغتون د جوړولو، د طبي وسايلو د برابرولو او د خيمو د توليد د فابريکې د جوړولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.د افغاني سرې میاشتې ټولنې زیاته کړه چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر هم په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي(د افغاني سرې میاشتې رئیس شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره وکتل. په دې کتنه کې ښاغلي دلاوري د زړه د سوري د ناروغانو لپاره د روغتون د جوړولو، د طبي وسایلو او د خیمو د تولید د فابریکې د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي عیاش هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.)
له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د دغې ادارې له خوا په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.
دوی وايي چې د اسلامي همکاریو سازمان باید په افغانستان کې د زړه د سوریو د ناروغانو د درملنې لپاره د روغتون د جوړولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه بشردوستانه موسسه ده چې په هیواد کې د طبیعي پیښو د قربانیانو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو او اړو کسانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې فعالیت کوي.