د ښځو، ماشومانو جامو او د حجابونو ګنډل د دې کارخونې له تولیداتو څخه دي، چې د یوې متشبثې مېرمني لخوا په مزارشریف ښار کې پرمخ وړل کیږي.
طاهره نوم لري او وایې، چې یاده کارخونه یې ښځو ته د کار زمیني برابرولو او له ښځو څخه د ملاتړ په موخه جوړه کړي.
یو شمېر ښځې او انجونې، چې دلته په کار باندې بوختي دې له جوړ شوي کارې فرصتونو څخه د هرکلې ترڅنګ له اسلامي امارت څخه د لا زیاتو کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازي وایې، چې دې ادارې له همکارو بنسټونو سره په همغږی هڅه کړي، چې ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره د هېواد په ډیری ولایتونو کې ښځو سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړي.