د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبرداری ورکړي، چې افغانستان ته دې سفر نهکوي. د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو ، بې دلیله نیونو، ناارامیو، سړي تښتونه او نورو جنایتونو احتمال شته نو ځکه دې امریکایان هلته نهځي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاتوي(په افغانستان کې د تروریستي حملو، بې دلیله نیونو، ناارامیو، اختطاف او نورو جنایتونو احتمال شته نو ځکه دې امریکایان هلته نهځي امریکايي وګړي دې متحدهایالاتو ته د خپلو کورنیو د غړو د راوستلو په ګډون په هيڅ دلیل هم افغانستان ته نهځي. طالبانو(اسلامي امارت) د نړیوالو خیریه ټولنو کارکوونکي ځورولي او ځینې یې نیولي دي، خو په بیان کې پهدې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي
په همدې حال ګې د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د داعش بهرنیو عملیاتو پیاوړي کیدو لامل شوی
خو اسلامي امارت دا ادعا بې بنسټه بولي او زیاتوي چې د اسلامي امارت له واکمنیدو سره په افغانستان کې داعش لمنځه تللی ده
ښاغلي مکال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د داعش خراسان څانګه امریکا ته د ګواښ جوړولو په هڅه کې ده
د اسلامي امارت حکومت تایید کړې ده چې یو شمېر امریکايي وګړي د دوی په زندانونو کې شته، خو په دې اړه چې دا کسان څه وخت او په کوم دلیل نیول شوي تر اوسه کره معلومات نهدي ورکړل شوي.