د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په خپل درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اروزولی دی.د ملګرو ملتونو سازمان دغې برخې د افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده
د ملګرو ملتونو سازمان دغې برخې ویلي چې په دې موده کې په جبري توګه افغانستان ته د راستانه شویو کسانو د حقونو نقض په اړه هم راپورونه ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي(په دې درېيو مياشتو کې لږ تر لږه لس قضيې د ربړونې نامناسب چلند، لفظي ګواښونو او د پخوانيو دولتي کارکوونکو او پوځيانو د وژنې څلور پېښې د نامعلومو کسانو او يوه د طالبانو له خوا شوې دي.
بل خوا اسلامي امارت واک له رسیدو سره همهاله عمومي بښنه اعلان کړه او ټولو هیوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په ټول هیواد کې یې امنیت خوندي ده . په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا هم څه موده وړاندې د نظام پر ټینګښت ټینګار وکړ او وویل چې د دښمن تبلیغاتو ته باید پام ونشي
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو هیوادوالو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی