د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ د پلاوي له مسؤل تدامیچي یاماماتو، سره کتلي دي.د ارګ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دی، چې په دې کتنې تدامیچي یاماماتووویل، چې جاپان له افغانستان سره په ټولو په ځانګړي ډول سوداګرۍ .او اقتصادي برخو کې د ښو راوبطو غوښتونکی دی او د دې اړیکو د لا پراختیا هڅه کوي. ښاغلي تدامیچي یاماماتو له افغانانو سره د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړي او ویلي، هیواد یې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د یاد هیواد د بشردوستانه مرستو مننه او ستاینه کړې ده.د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې بېلابېلو له هغې ډلې د کانونو استخراج، د کرنې پراختیا، روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو یادونه وکړه او له جاپاني سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د جاپان په شمول د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی.