په کونړ ولايت له څو لسيزو ورسته د لومړي ځل لپاره دځنګلونو ساتونکي (شنه قطعى ) جوړه شوي، چې په جوړيدو سره يې تر ډير دځنګلونو دوهلو مخه نيول شوي .
دکونړ ولايت اوسيدونکي ددغه قطعي په جوړيدو خوښ دي او له اسلامي امارته غواړي چې ددغه قطعي د ساتونکوشمير ډير او په اړينو سيموکې يې ځاى پرځاى کړي تر څو ددې ملي شتمنيو دوهلو مخه ونيول .
همدا راز ددغه ولايت اوسيدونکى وايې ديادي قطعي په را منځته کيدو سره اتيا سلنه دځنګلونو دهلو مخه نيول شوي او دلا هڅو غوښتنه کوي.
عبدالله چې ددغه نوي جوړي شوي قطعي مسول دى وايې هيڅ چاته به ددې اجازه ورنکړي چې دخلکو شتمني لوټ شي او قاچاق يې وشي دغه راز امنیتی ځواکونو په دې تړاو څلورتنه نيولي .
په همدې حال کې، دکونړ امنيه قومندانۍ وياند فريد دهقان وايې دځنګلونو ساتونکو ته دنده سپارل شوي ترڅو ددغه ملي شتمنيو او ښکلاګانو ساتنه وکړي او سرغړونکي دقانون منګلو ته وسپاري.
ديادولو ده، چې کونړ ولايت د هېواد په کچه يوله غرنيو او پريمانه ځنګلونو لرونکى ولايت دى چې په تېر وڅو لسيزو کې يې ځنګلونه په پوره بي رحمي وهل شوي او قاچاق شوي .