د ننګرهار امنيه قوماندانۍ دنشهيې توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلال آباد ښار او بېلابېلو ولسواليو کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې شپږ کسان يې د ۳۷۴ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره يوځای نيولي دي.د امنيه قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلى وايې په نيول شويو توکو کې ۲۶۰ کيلو ګرامه شيشه، ۸۵ کيلو ګرامه چرس، ۲۵ کيلو ګرامه تارياک، ۶۰۰۰ ټابلېټ کا او ۷۰۰ دانې زيکب ګولۍ شاملې دي.هغه دا هم وويل؛ نيول شوي کسان اوس مهال په ياده اداره کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي، چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.