د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اکس پاڼه لیکلي دی، چې د تادامیچي یاماموتو په مشرې د جاپان د ساساکاوا د سولې د بنسټ له پلاوي سره کتلي دی. ښاغلي کرزي زیاته کړې ده، چې په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا هم حضور درلود د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او تاریخي اړیکو په اړه خبرې شوې او پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د جاپان د همکاریو او مرستو ستاینه او مننه کړې.همدا شان پخواني ولسمشر د افغانستان د خیر او فلاح او روښانه راتلونکې لپاره د افغان ځوانانو تعلیم خصوصاً د نجونو تعلیم اساس وباله او په هیواد کې یې د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.
