په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د فرانسې د سفارت له شارژدافیر جین مارین شا سره وکتل.
ښاغلي شاهین په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د دوحې د ناستې پر تعقیبي موضوعاتو، د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل پروژو، د خصوصي او روغتیايي سکتورونو پر پراختیا او د اقلیم د بدلون په اړه پر مسایلو خبرې شوې دي.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي(نن ما د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت مشر ښاغلي ژان مارین شا سره وکتل او له هغه سره مې د دوحې د دریمې ناستې د تعقیب، د بزګرانو لپاره د بدیلو پروژو، خصوصي او روغتیا سکتورونو او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې وکړې.)
له بلې خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان دغه شان لیدنې د افغانانو په ګټه بولي او وايي چې دا غونډې به د افغانستان په تړاو د سیمې او نورو هېوادونو لېوالتیا زیاته کړي او افغانستان به له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه وژغوري.
د فرانسې په ګډون لویدیځ هیوادونه له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې نه لري، خو په قطر ک د دوی ډیپلوماتان په منظمه توګه د اسلامي امارت له استازو سره لیدنو او کتنو ته دوام ورکړي دی.