د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د یوناما پخواني رییس تادامیچي یاماموتو او د ساساکاوا بنسټ مشر ایتسو اداچي په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغې کتنه کې ښاغلي اداچي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه یې د اسلامي امارت پلاوي ته رسمي بلنه ورکړې چې جاپان ته سفر وکړي. په همدې حال کې ښاغلي متقي له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه او یاد هېواد ته یې د اسلامي امارت د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړ. خبرپاڼه کاږي چې په دغې کتنه کې ښاغلي متقي د دوحې۳ ناسته مثبته وبلله او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت بهرنی سیاست تشریح کړ او د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغیزناکه ګام بللي دی.