د سرپرست حکومت رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت يو پلاوى د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې د ګډون موخه نن سهار(زمري ۸مه) ایران ته ولاړ. ټآکل شوې، د ایران د نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم سبا ترسره شی.په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا سفر د يوې رسمي بلنې پر بنسټ شوى دى. نوموړي همداراز ویلي، چې دغه پلاوي به د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له یو شمېر ایراني چارواکو سره رسمي دوه اړخیزې ناستې هم ولري. د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په دې لیدنه کې به دواړه لوري د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.د سرپرست حکومت د چارواکو دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.