د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدلي دي او په دوه ړخیزو اړیکو یې خبرې کړي دي
د چین سفیر په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت لخوا د پروژو د امنیت خوندیتوب ، دیپلوماتانو او د یاد هیواد د اوسېدونکو لخوا رضایت یادونه وکړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي( په دې کتنه کې ښاغلي ژاو شینګ ویلي دي چې د څو اونیو په جریان کې د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی )
په همدې حال کې دواړو لوریو پر سیمه ییز ثبات ، امنیتي او مسلکي همکاریو دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
د کورنیو چارو وزارت سرپرست له دې وړاندې هم ویلي وو، چې اسلامي امارت له ګاونډیو او د نړۍ هیوادونو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او په ټول افغانستان کې امنیت خوندي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کلونو کې چینايي پانګوالو په افغانستان کې پر زیربنايي پروژو پانګونې ته لیوالتیا زیاته کړې ده.