یو چینایي شرکت په شال، ساګي او سرتاق سېمو کې د برښنا تولید په موخه د اوبو درېیو بندونو جوړولو لپاره پانګونه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا د یاد چیني شرکت مسولینو په کابل کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د اوبو بندونو جوړولو په موخه خبرې اترې کړي، او دغه شرکت چمتو دي، چې د یادو بندونو جوړول، ژر تر ژره پیل کړي.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللیف منصور وایي( د کنړ سیند په کافې اندازه د بندونو جوړولو وړتیا لري. د دې بندونو جوړول سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا شي او نور به وارداتي برښنا ته اړتیا پیدا نشي.)
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده کتنه کې د چیني شرکت مسولینو زیاته کړي، چې د یادې پروژي پلي کولو لپاره چمتو دي.
د اوبو او انرژی سرپرست وزیر په افغانستان کې د بندونو جوړولو په موخه د یاد شرکت له لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ یې د پروژي په پیل کولو ټینګار کړي دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اوبو پراخو سرچینو په درلودلو سره سره لا هم ندي توانېدلی د برېښنا په تولید کې په ځان بسیا شي.