د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو ځل بیا له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا پنځه زره افغان کډوالو راستنېدو خبر ورکړ
د ویلو وړ ده،چې په ورستیو ورځو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پراخه شوې ده.
له دې سره جوخت له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې ده تازه په تهران کې یو شمېر ایراني وګړو مرګ پر افغاني شعار سره د افغان ګډوالو پر ضد لاریونونه کړي دي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي(د سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخې، د تورخم له بندره له ١٧٥ کسانو سره ٣٤ کورنۍ، د ۱۳۴ کسانو په ګډون ۲۵ کورنۍ له سپین بولدک ، ۱۷۴۱ تنه د ورېښمو له لارې او ۳۲۵۳ تنه هم د اسلام کلا له لارې هیواد ته راغلي دي او دا راستانه شوي تر ثبت کولو وروسته د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته ورپېژندل شوي دي )
بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت یو چارواکي ایرنا خبري آژانس ته ویلي چې په دغه هیواد کې د کډوالو شتون د بیکارۍ ، ټولنیزو زیانونو ، د وګړو ډیروالي ، له عامه خدمتونو څخه ګټه اخستنې او پر اقتصادي برخې د لګښتونو تحمیل کېدو لامل شوی . په همدې حال کې ګڼ شمېر د کډوالو حقونو فعالین په دې باور دي چې ایران او پاکستان له افغان کډوالو څخه د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره ګټه اخلي او خپلو ګټو او موخو ته د رسیدو هڅه کوي
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ نوي مشر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو غوښتونکی شو.