په افغانستان کې د بیکارۍ او بیوزلۍ کچې لوړېدو څخه د نړیوالو سازمانونو اندېښنه او په هیواد کې انساني ناورین ته د ډېرې پاملرنې لپاره نړیوالو څخه د دغو بنسټونو غوښتنه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کونکي دفتر په یوه راپور کې ویلي چې ۴۸ سلنه افغانان په بیوزلۍ کې ژوند کوي. د اوچا د راپور له مخې ۱۲.۴ میلیونه تنه په خوراکي نا امنۍ کې ژوند کوي، چې په ټوله کې ۲۳.۷ میلیونه تنه بشري مرستو ته سخته اړتیا لري
ددغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د کډوالو راستنېدل ، اقلیمي بدلونونه او د سیلابونو راوتلو له امله په افغانستان کې انساني ناورین ډیر شوی دی.
د اوچا خبرپاڼه کې راغلي(د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي، د ۱۲.۴ میلیونو په ګډون په ټول افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د شمېر په زیاتېدو سره د چاپېریال ککړتیا . په دغه هیواد کې د تودوخې زیاتوالی، د اورښتونو په بڼه کې بدلون، پرله پسې وچکالۍ او د اوبو کمښت چې د پراخه سیلابونو لامل کیږي، په دې هیواد کې انساني ناورینونه لاپسې ډېر کړي دي)
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړي، که چېرې په وخت سره بودجه برابره نشي،په افغانستان کې روان انساني ناورین به لا پسي پراخ شي.
له دې وړاندې هم اوچا په یوه راپور کې ویلي وو چې د بشري مرستو مخته وړلو لپاره د یاد سازمان مرستندویه بنسټونه د بودجې کمښت سره مخ دي.