د هرات – ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووغړو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.د هرات په همد حال ک د کندهار ولایت د حوزوي روغتون مسوولانو ويلي؛ دا پېښه تېره ورځ (د زمري اوومه) د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو سویفټ ډوله موټر له یوه مازدا موټر سره ټکر وکړ. د هرات امبولانس ادارې ويلي، د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته دي. د هرات امبولانس روغتون مسوول عبدالظاهر نورزی وايي، د پېښې په قربانیانو کې دوه ماشومان، درې ښځې او دوه سړي شته، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي. ویل کیږي، چې دغه کورنۍ د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې وه او د پېښې ټول قربانيان همدې ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار مرکز اړوند زر بستریز روغتون ته څیرمه د شپږمې ناحیې رینګ روډ سیمه کې د ټېلر او مازدا ډوله موټرو د ټکر له امله ۵ تنه وژل شوې او دوه نور ټپیان دي.د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، دغه پېښه نن د جلال اباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې په «رېنګ روډ» سیمه کې شوې ده. هغه وايي، پېښه د ټېلر او مازدا ډوله موټرو د ټکر له امله شوې چې ټپیان یې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د چلونکو بې احتیاطي اود سړکونو خرابوالي تر ډېره د ترافیکې پېښو رامنځ ته کیدو لامل ویل شوي دی.