د اسلامي امارت پوهنې وزارت سرپرست وزیر حبیب الله آغا ددغو زده کونکو ستاینغونډه کې د اسلامي نظام پر ټینګښت ټینګار وکړ او وویل، چې دوښمن د توطیې په حال کې ده او تبلیغاتو ته یې نباید پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت یوه چارواکي د هېواد وروسته پاتې لامل په هېواد کې سالم ظرفیت لوړولو ته نه پاملرنه یادوي او زیاتوي چې د دیني او عصري علومو زده کړو ته باید زمینه برابره شي
بلخوا د سږنۍ کانکور ازموینې عمومي اول نمره اتل خان رحیم زوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هیواد ښونیز نصاب ته جدي پاملرنه وکړي
په دې ناسته کې د اسلامي امارت چارواکو د خصوصي او دولتي ښونیزو بنسټونو ترمنځ د برابروالي خبره کوي
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا دریم ځل ده چې د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینه ترسره کېږي