یو چینایي سوداګر غواړي افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې یوه چینایي پانګوال د دې وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د شاوخوا څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت د سولرونو د نصب او تولید کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
. ورته مهال ښاغلي زاهد چينایي لوري ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ويلي یې دي، هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په کتو اړتیا ده چې د نوي کېدو وړ انرژي په تولید پانوګونه وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د شییه په نوم پانګوال په دې پانګونې سره به په هېواد کې ۱۰۰۰تنو ته کاري زمینه هم برابره شي. د یاد وزارت مسوولین شيیه ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د سرپرست حکومت رهبري په افغانستان کې د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده.
بلخوا د برېښنا برخې پوهان سولري یا لمریزه برېښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي چې د برېښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلوځایونو کې یي لګول اسانه او د امکان وړ دي.