د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر، افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له استازي، عرفات جمال سره لید په خپل دفتر کې لیدلې دي. د دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیرویلي، بنسټونه باید خپل اداري لګښتونه کم کړي او ډېر تمرکز دې، د اړمنو پر ستونزو وکړي. په دې کتنه کې سرپرست وزیر ویلي، ټول بنسټونه باید د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو لپاره د راستنېدو، مېشتېدو او دایمي ادغام د بشپړ بهیر په ګډون پنځه کلن سټراټیژیک پلان لري.
په همدې حال کې په تهران کې یوشمیر ایراني وګړو (مرګ پر افغاني) شعار ورکولو سره په دې هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد لاریون ترسره کړي دي.
په همدې حال کې په جرمني کې مېشتو افغان کډوالو په دې ورځو کې د دوی پر وړاندې پر شته ننګونو نیوکه کړې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د دوی ننګونو ته جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې افغان کډوال ځینو هېوادونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې او تراوسه د دوي وضعیت ته هیڅ ډول رسیدنه نه ده شوي.