روسیې رسنیو خبر ورکړي دی، چې د دې هېواد ولسمشر ویلادیمیر پوتین نن (یکشنبه،زمري ۷مه) د خپل هېواد سمندري ځواکونو د ملي ورځې د نمانځلو په غونډه کې، چې سنت پترزپورګ کې جوړه شوې وه، ویلي چې د سمندري ځواکونو پیاوړتیا او په نورو نویو وسلو او تجهیزاتو د سمبالولو پلان لري.نوموړي زیاته کړې، چې دغو تجهیزاتو کې له غږ چټک یا هایپرسونیک توغندي هم شامل دي، چې مسکو یې د تولید د ډېرولو او سمندري ځواک ته په واک د ورکولو پلان لري.په همدې حال کې د روسیې ولسمشر واشنګټن ته خبرداری ورکړ، چې د جرمني په خاوره کې د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پرځای کولو په صورت کې به مسکو نور د منځني او لنډ واټن ویشتونکو وسلو د ځای پرځای کولو په اړه یو اړخیز تعلیق ته ژمن پاتې نشي.پوتین ټینګار وکړ، چې روسیه په جرمني کې د توغندیو د سیستم ځای پرځای کولو د پلان په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو ته پام کوي. د هغه په وینا دغه اقدامات د سړې جګړې د دورې یادونه کوي.