نن د جولای ۲۸مه د زیړي نړیواله ورځ ده. زېړی ټوله نړۍ کې د ميليونونو انسانانو د مړینې لامل کېږي او د قربانيانو شمېر يې هر کال زياتېږي .په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولی حقاني، په کابل کې په دې اړه جوړه شوي غونډه کې وویل، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د زیړي ناروغۍ د کنترول او تشخیص مرکزونه شته او راتلونکي نږدې کې به لس نورو ولایتونو کې هم دغه مرکزونه پرانستل شي. له دې سره سم د «هیپاټایټس» د ورځې په مناسبت په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادوالو څخه غوښتي، چې د هیپاټایټس ناروغۍ معاینې، درملنې او واکسین کولو ته پام وکړي. هیپاټایټس د ځيګر التهابي ناروغي ده. د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر سل زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د بدن کمزورتیا، د ادرارو د رنګ توروالی، د اشتها کموالی، د پوستکي د رنګ ژېړوالی، خارښت او د ستومانۍ احساس، تبه، کانګې، نس ناستى، د سترګو سوی، سستي او بې حالي، له غوړو څخه بد راتلل یې مهمې نښې دي.په پرمختللي پړاو کې یې د ناروغ سر ګرځي او د بدن ځینې برخې لکه نس او پښې پړسېږي.