د ایران رهبر سید علي خامنهای د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تنفیذ حکم په صادرولو سره مسعود پزشکیان یې د دغه هیواد د ولسمشر په توګه وټاکه. ښاغلي خامنهای په دغو مراسمو کې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کیدل د دغه هیواد د خلکو له ویاړونو څخه وبلل او ویې ویل( زه به د پوه او عالم شخصیت مسعود پزشکیان ته د خلکو رایه تنفیذ او هغه د ایران اسلامي جمهوري ولسمشر په توګه ټاکم) د دغه حکم په پلي کېدو سره مسعود پزشکیان سر له نن څخه (یکشنبه،زمري۷مه ) د ایران د ۱۴م ولسمشر په توګه په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه. ټاکل شوې د هغه د لوړې مراسم روانه اونۍ د ایران په پارلمان کې ترسره شي.