د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد ټکل په خپل اکس پاڼه لیکلي دي، چې نن (زمري ۶مه)د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مِرِداف ، فضل محمد صابر د اسلامي امارت د سفارت د شارژدافير په توگه ومانه.ښاغلی ټکل زیاته کړې ده، چې رشید مرداف د یادو مراسمو په ترڅ کې ویلي، چې ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی.د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو وکولای شو د ټاپي نلليکې، د ټاپ برښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته له ترکمنستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړې دي.