په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو او ملتونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې نه بېلېدونکي دي او د اړيکو پراخوالي پولې ه له منځه وړي او نړۍ يې په ګډه خاوره بدله کړې ده.
هند چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته خپلې سیاسي اړیکې پرې کړې او افغانانو ته یې ویزې نه ورکولې، اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیرجیسوال له رسنیو سره په خبرو کې اعلان وکړ چې افغانانو ته به ویزې ورکوي.
په دې کتنه کې رندیر جیسوال وویل، هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لري او په تېرو درېیو کلونو کې د دغه هېواد بشري مرستې د افغانستان له خلکو سره روانې دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وایي(موږ له افغانستان سره تاریخي اړیکې لرو، موږ له څو کلونو راهیسې بشري مرستې کوو او افغانانو ته د ویزو د ورکړې په شمېر نه پوهېږم، خو په افغانستان کې خلکو ته ویزې ورکول کېږي او تګ راتګ یې روان دی.)
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې، چې افغانانو ته د ورکړل شویو ویزو د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو په افغانستان کې خلکو ته ویزې ورکول کیږي..
خو دا چې څه د دې لامل شوي چې هندوستان غواړي افغانانو ته ویزې ورکړي . کار پوهان یې په اړه بېلابېلو نظرونه لري. په دې اړه داسې وايي
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بیا واک تر اخیستو وړاندې په سلګونو افغان محصلین په خپلو رخصتیو کې افغانستان ته راغلي وو. خو تر دې دمه دوی نه دي توانیدلي چې ویزه ترلاسه کړي او بیرته هند ته ستانه شي.