په اروزګان ولایت کي د دهراود او چهارچینو ولسوالیو تر منځ د چمبرک په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د رغوني چاري بشپړي شوې.
د یاد سړک د رغوني چاري چي د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د څلورمي رواحه لوا او ټولګټو چارو ریاست په بشري او ماشینري ځواک د چهارچینو ولسوالۍ د ولسوال مولوي محمد رفیق هنر په مشرۍ یوه میاشت مخکي پیل شوې وي، کارونه یې بشپړ او د ولسونو د تګ راتګ لپاره چمتوه سوه.
د چهار چینو ولسوالۍ ولسوال مولوي محمد رفیق هنر وویل دغه ۲۲ کیلومتره سړک چي د دهراود ولسوالۍ له چتو سیمي پیل کیږي، د چهارچینو ولسوالۍ تر خارخوردې بازار پوري جغل اندازي سوه، چي مالي چاري یې د ولایت مقام له خوا ورکړل سوې، د څلورمي پلې رواحه لواء او د ټولګټو چارو ریاست د انجینري ټیم او ماشینرۍ په مرسته د ۳۰ ورځو په جریان کي یې د روغوني چاري بشپړي سوې.
نوموړي وویل د یادې لار په رغېدو د چهارچینو تر څنګ د دایکنډي ولایت زیات ولسونو به پري تګ راتګ کوي او د تر ډیره به ستونزې حل شي.
بل لور د چهارچینو اوسیدونکو وایي، چې د یاد لارې په رغولو ډېر خوښ دي او تر ډیره یې ستونزې حل شوې دي.
دوي واي، چې مخکی د لاری د خرابوالې له امله يې د ناروغانو په انتقال کي ګڼي ستونزي لرلي چي دا مهال یې ګڼي ستونزي حل شوي.
دوي دغه راز د اسلامي امارت څخه د یادي لاري د اساسي رغولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندي هم د څلورمي پلې رواحه لوا او ټولګټو چارو ریاست په بشېري ځواک او ماشینرۍ سره د یو شېمر نورو ولسوالیو او مهمي لاري رغول شوي دي.