د ارګ په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال لي چن او کابل کې د د غه هېواد سفير جاو شېنګ سره کتلي دي.په دې کتنه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال په افغانستان کې سراسري امنیت ته په اشارې د مس عینک پروژې د چارو پيل ستاينه وکړه او تمه يې وښوده، چې ژر تر ژره يې د استخراج عملي چارې پيل شي.د ارګ د خبرپاڼې لمخې، لي کن مس عینک کان کې د لرغونو اثارو خوندیتوب ته په اشارې ویلي، چین په کور دننه د دغه ډول کان د استخراج تجربه لري چې ګڼ لرغوني اثار یې درلودل. د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا دغه کتنه کې له چین غوښتي څو د ملګرو ملتونو د دایمي غړي په توګه، پر نړۍواله کچه د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست امیر خان متقي په خپل دفتر کې د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال او د چین د فرهنگي میراثونو د ملي ادارې عمومي مشر ښاغلي لي چُن، سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ په فرهنگي تبادلې، د مس عینک په سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب.او د افغانستان حکومت ته په گڼو تخنیکي برخو کې د بشري ظرفیت روزنې په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.
دغه راز په دې کتنه کې ښاغلی متقي د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.په همدې حال کې د چین د فرهنگ او گرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې وبللې او افغانستان ته په خپل راتگ.او له ځینو کلتوري سیمو په لیدنه یې خوښي څرگنده کړه. نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنگي همکاري کولای شي په گڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې له اوږده ځند وروسته په لوګر ولایت کې د مس عینک کان کندنې عملي چارې د تېرې چهارشنبي په ورځ (زمري ۳مه) پیل شوې.