د سرپرست حکومت ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یو وار بیا له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړي.عبدالسلام حنفي افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اتونبایووا سره کتنه کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید نور پر دوی لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.د حنفي په خبره، د دغو بندیزونو له کبله د نړۍ او اسلامي امارت اړېکې سستې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دی:( مونږ پر دې باور یو، چې نه یوازې دغه محدودیتونه ګټور نه دې، بلکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغیزه شیندې، نو لازمه ده، چې په نرمښت او یو بل منلو سره ستونزې او ننګونې حل کړو.)
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مشرۍ وویل، چې دغه بنسټ په افغانستان کې له خلکو سره د مرستو د دوام غوښتونکي دی او د اسلامي امارت له مشرتابه تمه لري، چې مستحقو وګړو ته د دې مرستو رسولو کې همکاري وکړي.