د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې کابینې له غړو سره په کتنه کې یو ځل بیا د افغانستان له خوا د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ښاغلي شریف په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچینه ده. نوموړي په دې غونډه کې دغه راز په ډاگه کړه چې د یوه گاونډي هېواد له خوا رامنځ ته شوې ترهګرۍ،په هيڅ صورت د منلو وړ نه دى. اسلامي امارت تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی دی. دغه راز تېره ورځ (چهارشبنه،زمري ۳مه )د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کار ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه ده.